امريکې قبضه کښې اخستې شوې ايراني جهاز او عمله پاکستان ته حواله کړې ده ، امريکي سينټرل کمانډ سينټ کام ترجمان مطابق د جهاز او د عملې دوه ويشت غړي پاکستان ته سپارلې شوي، بلخوا پاکستان وئيلي چې امريکې د اعتماد سازۍ په توګه ايراني جهاز او عمله پاکستان ته حواله کړې ده ۔
واشنګټن: امريکي سينټرل کمانډ سينټ کام يو ترجمان امريکائي ميډيا ته وئيلي چې ايراني جهاز ايم وي توکسا چاچې امريکي ناکه بندي ماته کړې وه ، په نورلسم اپريل امريکې فوج خپله قبضه کښې اخيستي وو ، دغه جهاز اوس مالک ته ورکولے کيږي ۔
ترجمان زياته کړې امريکې جهاز او د عملې دوه ويشت غړي پاکستان ته حواله کړي ، شپږ غړي دې نه وړاندې د منطقې يوبل ملک ته سپارلے شوي وو ۔
بلخوا پاکستان خارجه دفتر ترجمان خپل بيان کښې وئيلي دي چې پاکستان د امريکي لخوا د ايران جهاز او عملې پريښودلو هرکلے کوي ۔
ترجمان مخکښې وئيلي چې پاکستا ن به د علاقائي امن وسلامتيا لپاره د جاري ثالثۍ کوششونو لاندې مذاکراتو او سفارتکارۍ ته سهولت ورکوي ۔

