پاکستان د مقبوضه کشمير په اړه د امريکې سفير په بيان امريکې ته سخت احتجاج کړې، خارجه دفتر په دې حواله اسلام آباد کښې امريکائي ناظم الامور طلب کړې او هغه ډي مارش کړې شوې، خارجه دفتر مطابق د امريکي ناظم الامور ته وئيلي شوي چې مقبوضه کشمير د بهارت برخه ګرځولو په اړه د امريکني سفير بيان سختې سره رد کوؤ، کشمير په اړه حتمي فيصله به د اقوام متحده قراردادونو اوکشميريانو خواهشاتو مطابق کيږي ۔
اسلام آباد: ترجمان مطابق د امريکي ناظم الامور خارجه دفتر ته راغوښتې شوې وه او د امريکې سفير برائے بهارت سرجيو ګور د مقبوضه کشمير دورے او دغلته کښې د جمو و کشمير حيثيت په اړه ورکړې بيان باندې پاکستان سخت احتجاج کړې دې ۔
پاکستان د امريکي سفير بيان د حقائق منافي ګرځولې دې او د جمو وکشمير ئې د بهارت برخه ګرځول سختې سره غندنه او په واضح توګه ئې رد کړېدې ۔
خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې کشمير په اړه به حتمي فيصله د اقوام متحده قراردادونو او د کشميريانو خواهشاتو مطابق کيږي،امريکي سفير بيان د امريکې زوړ موقف او نړيوال قانون خلاف دې ۔
ترجمان زياتوي چې پاکستان په کشمير د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د ثالثې وړانديز هرکلے کړېدې، ډيمارش ئې اسلام آباد کښې د امريکي ناظم الامور ته په حواله کړېدې ۔

