د اطلاعاتو وفاقي وزير عطاالله تارړ تحريک انصاف ته چيلنج ورکړې چې دوه کښې همت وي نو لانګ مارچ دې اوکړي، د دوي هيڅ تياري نيشته، ځکه خو پي ټي آئي اوس د دهرنې نه په شا شوې، او لانګ مارچ نه به هم تيښته کوي ۔
اسلام آباد کښې خبري غونډې ته وينا کښې وفاقي وزير وئيلي دي چې خېبر پښتونخوا کښې امن و امان صورتحال نه پي ټي آئي حکومت بے غوره دې، د صوبې ټول سياسي جماعتونو باندې حملې شوي، ولې پي ټي آئي اوسه پورې مذمت هم نۀ دې کړې ۔
وزير اطلاعات عطا تارړ وئيلي چې پي ټي آئي د ترهه ګرو مذمت نۀ کوي ، دا د هشت ګردو سهولت کار دي ، ترهه ګري زياتيدو کښې د دوى لاس دې ، امن وامان برقرار ساتل د خېبرپښتونخوا حکومت ذمه واري ده ۔
وزير اطلاعات اووئيل چې خېبرپښتونخوا کښې ټول سياسي پارټو باندې ترهه ګرو حملې کړي، پي ټي آئي د ترهه ګرو منظور نظر دې ، دوي هم د هغوى مذمت نۀ کوىي ۔
وزير اطلاعات عطا الله تارړ دا هم اووييل چې د دهشت ګردو سهولت کاري کول د پي ټي آئي پاليسى ده ۔
عطا تارړ زياته کړې چې افغان طالبان او ټي ټي پي سهولت کاري خېبرپښتونخوا حکومت کوي ، تحريک انصاف ټي ټي پي بي ټيم او د ټي ټي اے سي ټيم دې ۔
وزير اطلاعات مخکښې وئيلي دي چې سهيل آفريدي وزيراعلى کم او د کالعدم جماعت کمانډر زيات ښکاري ، غيرقانوني مائننګ نه دهشت ګردو ته فنډنګ کيږي ۔

