وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي دي چې زمونږ لانګ مارچ په مقرره وخت شروع کيږي، دې لړ کښې به حتمي اعلان د سياسي کميټۍ غونډې نه پس کولې شي ۔
پيښور کښې خبري غونډې ته وينا کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي چې داسې ګامونه پورته کيږي چې خيبر پښتونخوا د ملک نه جدا شي، دا بيانيه تياريږي چې ګنې د خېبر پښتونخوا اولس ترهه ګر دي ۔
سهيلآفريدي اووئيل چې د نورو صوبو نه پوليس راغلي،او زمونږپوليس سره د جنګولو کوششونه روان دي،زمونږ خلاف چې کوم سازشونه کيږي،دا ډير خطرناک دي ۔
د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي اووئيل چې لانګ مارچ به په هر صورت کېږي، ولې حتمي فيصله به د پاکستان تحريک انصاف سياسي کميټۍ اجلاس کښې کولې شي ۔
سهيل آفريدي اووئيل چي د سړکونو بندولو لپاره د ميخونو او کنټینرونو لګولو یا د نورو خنډونو باوجود به د دوي احتجاج جاري وي ،د پي ټي آئي سیاسي کمېټۍ غونډې نه س به حتمي فيصله اعلان کولې شي ۔
هغه مخکښې اووئيل چې د صوبائي حکومت د وزیرانو د نیولو او د صوبې په انتظامي چارو کښې د مداخلت هڅې کېږي،بائد چي د پي ټي آئي پرامنه سیاسي احتجاج لپاره اجازت ورکړې شي ۔

