تير شپاړس کالو راهسې نوې مالياتي ايوارډ نۀ جاري کيدو خلاف پيښور هائيکورټ کښې د رټ پټيشن سماعت،جسټس اعجاز انور او جسټس کامران حيات د دې مقدمې سماعت کړېدے،سماعت دوران جسټس اعجاز انور پوښتنه کړيده چې وفاق کښې خو پي ټي آئي هم حکومت کړي وو هغه وخت اين ايف سي ايوارډ ولې جاري نۀ کړې شو، عدالت اټارني جنرل ته نوټس جاري کړې او هغه ئې په يوؤلسم نومبر طلب کړېدے ۔
پيښور: رټ پټيشن پخواني وزيرخزانه تيمورسليم جهګړا دائر کړې،د پيښور هائيکورټ جسټس اعجاز انور او جسټس کامران حيات ميانخيل باندې مشتمل دوه کسيزه بنچ د رټ پټيشن سماعت کړې ۔
عدالت ته ووئيلې شوي چې د آئين مطابق هر پنځه کاله پس نوې اين ايف سي ايوارډ اجرا آئيني تقاضه ده، تير شپاړس کالو نه نوې اين ايف سي نۀ دے اعلان کړې شوې ،چې د صوبو په حقوق باندې ډاکه ده ۔
عدالت ته د دلائلو په وخت اووئيلې شو چې فاټا د خېبر پښتونخوا برخه جوړه کړې شوې، په نوې اين ايف سي ايوارډ کښې د ضم اضلاع لپاره برخه ايښودل د آئين ضرورت دې ۔
جسټس اعجاز انور استفسار کړې چې کله په وفاق کښې د پي ټي آئي حکومت وو هاغه وخت ولې اين ايف سي ايوارډ اعلان نۀ کړے شو ۔
ايډوکيټ جنرل شاه فيصل اتمانخيل عدالت ته اووئيل چې فاټا د خېبر پښتونخوا برخه ده، په نوې اين ايف سي ايوارډ کښې ضم اضلاع نظرانداز کول به د آئين خلاف ورزي وي ۔
ابتدائي دلائل اوريدو نه پس پيښور هائيکورټ اټارني جنرل فار پاکستان ته نوټس جاري کړې او هغه ئې طلب کړے، د رټ پټيشن نور سماعت د نومبر يوولسمې نيټې پورې ځنډولې شوېدې ۔

