چيئرمين پي ټي آئي بيرسټر ګوهر واضحه کړې چې لانګ مارچ سياسي او حتمي فيصله ده، دا زمونږ جمهوري حق هم دې،خيبر پښتونخوا کښې ايمرجنسي نه دې لګېدل پکار، او نه څه ايمرجنسي صورت حال دې ۔
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو پر مهال د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين بيرسټر ګوهر خان وئيلي دي چې د پي ټي آئي لانګ مارچ يو سياسي او آخري فيصله ده ۔
بيرسټر ګوهر اووئيل چې پرامن احتجاج کول زمونږ جمهوري حق هم دې،خيبر پښتونخوا کښې ايمرجنسي نه دې لګېدل پکار، او نه څه ايمرجنسي صورت حال دې ۔
بيرسټو ګوهر خان مطابق سهيل آفريدي د خيبر پښتونخوا وزيراعلې دې، د پښتونخوا اسمبلۍ اراکين دې خپل سي ويز جيب کښې تيار ساتي ۔
هغه زياته کړې چې اپوزيشن ليډر او وزيراعظم ترمينځ ملاقات ضروري دې، د قاميا سمبلۍ سپيکر سره رابطې شوې، ولې ملاقات تردې دمه نۀ دې شوې ۔

