پي ټي آئي رهنما شوکت يوسفزئي چيئرمين بيرسټر ګوهر، وزيراعلیٰ سهيل آفريدي او نور سينئر مشرانو ته خط ليکلې، خط کښې وئيلي شوي چې د موجوده حالاتو په رڼا کښې او د ملک وسيع مفادو په خاطر دې لانګ مارچ ملتوي کړې شي، شوکت يوسفزئي مطابق هغۀ ته اطلاع ده چې وفاقي حکومت د ځينې ايشو په بنياد صوبه کښې ايمرجنسي نافذ کول غواړي ۔
شوکت يوسفزئي لخوا ليږلې شوې خط کښې وئيلي شوي چې د افغانستان لخوا د ممکنه حملې صوبه کښې ايمرجنسي لګولو لپاره جواز جوړيدې شي، او يو صحافي خپل پروګرام کښې دا انکشاف هم کړې وو چې د افغانستان فورسز پاکستان بارډر طرف ته راروان دي ۔
خط کښې دا هم وئيلي شوي چې صوبه کښې موجوده د ترهه ګرۍ په پيښو کښې د اضافې ذمه داري هم په صوبائي حکومت اچولې شي او حکومت د ترهه ګرۍ خاتمه کښې تعاون نۀ کولو بيانيه هم راوستې شي ۔
خط کښې شوکت يوسفزئي دا هم وئيلي چې ماته ښکاري چې وفاقي حکومت د لانګ مارچ نه ويريدلې او هم د دغه ويرې لوجې صوبائي حکومت د ختمولو کوشش کيدې شي ۔
شوکت يوسفزئي خط مطابق د باني پي ټي آئي وينا ده چې خپل ورکر دې په خطره کښې نۀ اچولې کيږي او پکار ده چې دې وخت کښې دې د حکمت عملۍ نه کار واخستې شي او دا لانګ مارچ دې په فوري توګه ملتوي کړے شي ۔
ياده دې وي چې شوکت يوسفزئي دغه خط په اتۀ ويشتم ستمبر ليږلې وو ،د کومې تصديق چې پي ټي آئي نورو مهمو مشرانو هم کړېدې ۔

