وزير داخله محسن نقوي د فيلډ مارشل عاصم منير او ايراني قيادت ترمينځ ملاقاتونو کښې د لوئې پرمختګ دعوې کړي او وئيلي دي چې دورې پرمهال مشرق وسطیٰ کښې کشيدګي کموؤلو او اسلام آباد ايم او يو بحالي لپاره د دوانړه فريقينو څخه درکار اقداماتو باندې خبرې شوي،بلخوا ايران د فيلډ مارشل سيد عاصم منير او داخله وزير محسن نقوي تهران دوره ګټه وره ګرځولې، د ايران صدر دفتر نه جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د فيلډ مارشل دوره کښې اهم سفارتي کاميابۍ ترلاسه شوي ۔
داخله وزير محسن نقوي په خپل اېکس بیان کښې وئيلي چې په دې ملاقات کښې د ایران او امریکي ترمينځ د روانې شخړې، مشرق وسطیٰ زیاتېدونکي تاو ترېخوالي او د راتلونکي تګ لارې په اړه خبرې شوي دي ۔
محسن نقوي زياته کړې چې د ایران صدر مسعود پزشکیان خپل دریز او اندېښنې په څرګند ډول د پاکستاني وفد مخې ته کېښودي، داوړو خوا په دې اړه مثبتې خبرې شوي دي ۔
محسن نقوي اميد څرګند کړې چې دغه پرمختګ په راتلونکي کښې د نور مثبت اقداماتو لپاره لاره هواره کړي او په سیمه کښې د مستقل امن لپاره به مرسته کوي ۔
بلخوا ايران د فيلډ مارشل سيد عاصم منير او داخله وزير محسن نقوي تهران دوره ګټه وره ګرځولې، د ايران صدر دفتر نه جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د فيلډ مارشل دوره کښې اهم سفارتي کاميابۍ ترلاسه شوي، او د دې نتائج به ډېر زر مخې ته راشي ۔
دې لړ کښې د ايران داخله وزير سکند مومني وئيلي چې پاکستاني چارواکو د ايران اهم قيادت سره مثبت ماحول کښې ليدۀ کاتۀ کړي ۔

