د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ اجلاس دوران انکشاف شوې چې د صوبې پنځه سوه شپيتۀ سکولو نښې کلاس رومز نيشته، بلخوا اسمبلۍ کښې د ماشومانو سره زياتي او قتل کيسونو کښې ککړ کسانو ته د سختېۀ سزاګانو ورکولو غوښتنه هم شوې ده ۔
پيښور: خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې انکشاف شوې چې په صوبه کښې پنځه سوه، شپیتۀ سکولونه داسې دي چې پکښې کلاس رومز نيشته ، په دغه سکولونو کښې یو څلویښت زره نه زیات طلبا او طالبات زېر تعلیم دي ۔
احمد کريم کنډې ايوان ته وئيلي چې صوبه کښې اووۀ کیډټ کالجونو جوړولو منظورې ورکړې شوې ،ولې د نااهله حکومت دور کښې اوسه پورې صرف يو کيډټ کالج مکمل شوې ۔
بلخوا د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د یو قرارداد دلارې د ملک په مختلفو برخو کښې د کم عمره ماشومانو اغوا، په هغوي تشدد او د هغوي په وژنه د تشویش څرګندونه کړې او غوښتنه ئې کړې چې په سنګین نوعیت جرمونو کښې ککړ ملزمانو ته دې سختې سزا ګانې ورکړې شي ۔
خيبر پښتونخوا اسمبلۍ ته دا هم وئيلي شوي چې د صوبې سالانه شپېتۀ اربه روپو اوبۀ نورې صوبې استعمالوي ۔

