د کوهاټ پوليس لائن خودکش حمله کښې شهيد شوي کسانو شميره يويشت ته رسيدلې، شهدا کښې پنځلس پوليس اهلکاران او يو ډاکټر پشمول شپږ عام کسان شامل دي ، بلخوا شهيد شوي د پنځلس پوليس اهلکارانو جنازه ادا شوې، جنازه کښې آئي جي خېبر پښتونخوا،پوليس افسرانو،صوبائي وزيرانو او عام خلقو ګڼ شمير کښې ګډون کړې ۔
کوهاټ: د شهيد شوي پوليس اهلکارانو جنازې په موقع د پوليس چاق و چوبند دستې شهدا ته سلامي وړاندې کړې او پوليس چارواکو ورته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړې ۔
په دې موقع ميډيا سره خبرو کښې د خېبر پښتونخوا پوليس مشر ذوالفقار حميد وئيلي دي چې د کوهاټ بمي چاؤدنه کښې شهيد شوي اهلکارانو د وينې پورا حساب به اخستې شي۔
هغه اووئيل چې ترهه ګرو باندې به د خېبر پښتونخوا زمکه تنګولې شي، بزدله ترهه ګرو د جمعې مونځ دوران مونځ ګزار په نښۀ کړي، د دوي اسلام سره هيڅ تعلق نيشته ۔
آئي جي خېبر پښتونخوا ذوالفقار حميد دا هم وئيلي چې د ترهه ګرو لټون جاري دې، سهولت به ئې هم ډير زر خپل انجام ته رسولې شي ۔
بلخوا د کوهاټ هسپتال ايم ايس ډاکټر طاهر وئيلي چې چاؤدنه کښې يويشت کسان شهيدان شوي، چې پکښې پنځلس پوليس اهلکاراو شپږ عام کسان شامل دي ۔
د کوهاټ هسپتال ايم ايس ډاکټر د وينا مطابق خودکش حمله کښې يوسل ،درې کسان ژوبل شوي هم دي، د چا علاج چې مختلفو هسپتالونو کښې جاري دې ۔

