فيلډ مارشل سيدعاصم منير مشرۍ کښې کورکمانډرزکانفرنس شوې، آئي ايس پي آروئيلي چې غونډه کښې د شهدا قربانو ته خراج تحسين وړاندې شوې،فيلډ مارشل معرکه حق دکاميابۍ يو کال پورا کيدو باندې پاک افواج ته اومبارکي هم ورکړې، او وئيلي دي چې حکومت ، پاک افواج او اولس ټول چيلنجز په وړاندې د بنيان مرصوص په شان يو مټهي دي، معرکه حق د دې درې واړو ترمينځ د غير متزلزل هم آهنګۍ علامت دې،د کانفرنس ګډون والو وئيلي چې افغان طالبان د اولس په وړاندې بے نقابه شويدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې فيلډ مارشل عاصم منير په مشرۍ کښې د کور کمانډرز کانفرنس شوې چې پکښې د ملکي سلامتيا، ترهه ګرۍ خلاف جاري کاروائيانو او خطه کښې د مجموعي صورتحال تفصيلي جائزه اخستې شويده ۔
آئ ايس پي آر وئيلي دي چې فورم وسله وال فوج ، قانون نافذ کونکې ادارو او د وطن دفاع لپاره د خپل ځان قربانۍ ورکونکي شهيدانو او معصوم وګړو ته خراج عقيدت پيش کړې، او د دې عزم اعاده ئې کړې چې د شهيدانو قربانۍ د پاکستان سلامتۍ ،اتحاد او استحکام بنياد دې ۔
آۍي ايس پي آر ترمخه په دې موقع فيلډ مارشل سيد عاصم منير د پاک فوج آپريشنل تيارۍ ، پيشه وارنه مهارت او جنګي صلاحيتونو باندې د اطمينان اظهارکړي،او ټول ملک کښې انټيليجنس بيسډ ترهه ګرۍ مخنيوي کاروائيانو کښې د کمانډرز او فارميشنز کارکرګۍ ستائنه هم کړيده ۔
کانفرس کښې په دې خبره زور ورکړې شوې چې د ترهه ګرۍ نيټ ورکس مکمل خاتمې، د دوي سهولت کار او د انفراسټرکچر تباهۍ لپاره موجوده آپريشنل رفتار برقرار اوساتلې شي، فورم د آپريشن غضب للحق تحت جاري کاروائيانو هم جائزه اخستې ده ۔
غونډه کښې د افغانستان په صورتحال د تشويش اظهارشوې، او د کانفرنس ګډونوال وئيلي چې د افغانستان زمکه باندې ترهه ګرو ته پناه ورکول د علاقائي استحکام لپاره خطره ده ۔
آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې فورم په پاکستان لګولې شوي الزامات بے بنياد او ګمران کن ګرځولي دي ۔
فورم مقبوضه جمو و کشمير کښې د انساني حقوق خلاف ورزو سخت مذمت کړې او وئيلي دي چې د کشميري عوام منصفانه هلوځلو لپاره د پاکستان سفارتي ، سياسي او اخلاقي حمايت به جاري ساتلې شي ۔
فيلډ مارشل په دې موقع وئيلي چې معرکه حق د عوام ، حکومت او افواج پاکستان ترمينځ د غير متزلزل يو يوالي علامت دې، او دا درې واړه د ټول اندروني او بهرني چيلنجز په وړاندې بنيان مرصوص يو مټهي دي ۔

