پنډۍ کښې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت باني پي ټي آئي سره اډياله جيل کښې د ملاقات کولو په حواله ددائر شوې درخواست غير ضروري او فضول ګرځولې او دغه درخواست ئې خارج کړېدې،عدالت خپله فيصله کښې درخواست ګزار لس زره روپۍ جرمانه کړې هم دې، او حکم ئې کړې چې دغه جرمانه دې د غريبانانو په علاج خرچ کړې شي ، عدالت دا هم وئيلي چې دې حوالې سره اسلام آباد هائيکورټ فيصله جاري کړې ده ۔
باني پي ټي آئي سره د ملاقات په درخواست د پنډۍ ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت فيصله اورولې ده ،عدالت دغه درخواست خارج کړې او په درخواست ګزار ئې لس زره روپے جرمانه هم لګولې ده ۔
درخواست ګزار ته جرمانه ډسټرکټ بار پنډۍ په ډسپينسرې کښې جمع کولو حکم ورکړې شوي،عدالت وئيلي چې دا جرمانه به د غريب مريضانو په علاج خرچ کولي شي ۔
عدالت فيصله کښې وئيلي چې اډياله جيل کښې د ملاقاتونو طريقه کار اسلام آباد هائيکورټ د وړاندې نه طے کړې دي،ټرائل کورټ ملاقاتونو باندې کوم متضاد حکم نشي جاري کولې ۔
عدالت ريمارکس ورکړې چې باني پي ټي آئي د جي ايچ کيو حمله کيس کښې په ضمانت دي، په جوډيشل تحويل کښې نۀ دې، باني سره ملاقات لپاره وړاندې هم داسې دوه درخواستونه جمع کړې شوي وو، د متعلقه فورم سره رجوع کولو په ځائې درخواست ګزار د عدالت وخت ضائع کړيدي ۔
عدالت دغه درخواست غير ضروري او فضول ګرځولې او خارج کولو سره ئې درخواستګزار وکيل هم لس زره روپۍ جرمانه کړېدې ۔

