کراچۍ کښې د نقیب الله محسود قتل کیس کښې د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت د شواهدو د نيشتوالي په بنیاد د شوټر شعیب او امان الله مروت په ګډون اووۀ ملزمان بری کړيدي، د سرکاري وکیل وينا مطابق په دې کیس کښې پنځۀ ویشت ملزمان نامزد وو کوم چې بری کړي شويدي،وزيرستان سره تعلق لرونکې نقيب الله محسود کراچۍ کښې دوه زره اتلسم کښې پوليس مقابله کښې قتل کړې شوې وو ۔
کراچۍ کښې د نقیب الله قتل کیس سماعت د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت کښې شوې ، عدالت د شواهدو د نيشتوالي په بنیاد د شوټر شعیب او امان الله مروت په ګډون اووه ملزمان بری کړيدي ۔
بری شوي نورو ملزمانو کښې حسین، صداقت حسین، ریاض احمد، راجه شمیم او محسن عباس شامل دي، د ملزمانو وکیل وئیلي چې د نیولي شوو پولیس اهلکارو خلاف یو ګواه هم دا بیان نۀ دې ورکړې چې پولیس مقابله جعلي وه ۔
سرکاري وکیل عدالت ته وئیلي چې د پخوانې ایس ایس پي ملیر راؤ انوار په ګډون اتلس پولیس افسران او اهلکار دې نه وړاندې بري کړي شوي وو ۔
دې کيس کښې د امان الله مروت په ګډون اووۀ پولیس افسران او اهلکار مفرور وو، چې د عدالت د فيصلې وروستو ئې ځان عدالت ته سپارلې وو ۔
ياده دې وي چې نقیب الله محسود د دوه زره اتلسم کال په جنورۍ مياشت کښې په مبینه پولیس مقابله کښې قتل شوې وو، په دې کیس کښې پنځۀ ویشت ملزمان نامزد شوي وو او د سرکاري وکیل وینا مطابق ټول ملزمان بري کړې شويدي ۔

