د ډيره اسماعيل خان تحصيل درازنده کښې چيک پوسټ باندې بمي چاودنه شوې،ريسکيو چارواکو وئيلي چې چاودنه کښې يوولس کسان پحق رسيدلي او ديرش سخت ژوبل شويدي، پوليس مطابق چاودنې نه پس سيمه کښې دسيکيورټي اهلکارانو او ترهه ګر ترمينځ د ډزو تبادله هم شوې،پوليس نورې پلټنې شروع کړېدي ۔
ډیره اسماعیل خان کښې په درازنده تحصيل کښې د امن مېلې چیک پوسټ ته نيزدې زوروره چاودنه شوې ده، ابتدائي معلوماتو مطابق، چاودنه د بارودو نه د ډک ګاډي په وجه شوې، چې د امن مېلې چیک پوسټ ئې په نښه کړې وو ۔
د پېښې خبر ترلاسه کېدو سره سم د ریسکیو ټيمونه د پېښې ځائې ته رسېدلې او د امدادي کاروائۍ ئې پیل کړې، د ریسکیو وینا ده چي په پېښه کښې یوولس کسان شهیدان او دېرش نور ژوبل شويدي ۔
ریسکیو اهلکار وائي چې په شهیدانو کښې د کسټم ادارې اے اېس آئي فرمان هم شامل دی، د ایکسائز ادارې اهلکار او مزدوران هم پشهيد شوو کسانو کښې شامل دي ۔
د پېښې په شهیدانو کښې درې زنانه، ګل میدانه بي بي، مقولي بي بي او ګل ورین بي بي هم شاملې دي ۔

