د پي ايس ايل خوندور او سنسني خيز ميچونه جاري، راولپنډيز ټيم روان ايونټ کښې خپل وړومبې ميچ ګټلې او اسلام آباد ته ئې په شپږ وکټو ماتې ورکړې ، د اسلام آباد د يو سل، اتۀ ديرش رنز هدف راولپنډي څلور وکټو په زيان نورلسم اوور کښې پورا کړې دې، کپتان محمد رضوان پنځه څلويښت رنز جوړولو باندې د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔
کراچۍ کښې لوبيدلې د پي ايس ايل يوولسم ايډيشن څلور ديرشم ميچ کښې راولپنډيز ټاس ګټلو نه پسپه خپله اول د فيلډنګ فيصله کړې وه ۔
اسلام آباد يونائټډ مقرره اوورز کښې يو سل، اووۀ ديرش رنز باندې آؤټ شوې وو، چې پکښې ټولو نه زيات ډېون کانوے څلويښت او کريس ګرين نهه ويشت رنز جوړ کړې وو ۔
پنډۍ طرف نه محمد عامر، سعد مسعود او فوريسټر دوه، دوه وکټې په خپل نوم کړې وې،راولپنډيز مقرره هدف څلور وکټو په زيان نورلسم اوور کښې پورا کړې او روان ايونټ کښې ئې اولنې ميچ ګټلې دې ۔
راولپنډيز طرف نه کپتان محمد رضوان پنځه څلويښت، کامران غلام دوه څلويښت رنز جوړ کړي وو، ډيرل مچل په دوه ديرش رنز ناټ آؤټ پاتې شوې وو ۔
اسلام آباد لخوا عماد وسيم، شاداب خان او کريس ګرين يو، يو وکټ په خپل نوم کړې وې،شاندار بيټنګ باندې د پنډۍ ټيم کپتان محمد رضوان د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

