وزيراعظم شهبازشريف آبنائے هرمز کښې خصوصي اپريشن پروجيکټ فريډم معطل کوؤلو باندې د صدر ټرمپ شکريه ادا کړې، او وئيلي دي چې صدر ټرمپ لخوا دا اقدام د جرات مندې مظاهره ده ۔
اسلام آباد: دا څرګندونې وزيراعظم شهبازشريف سوشل ميډيا ويب سائټ ايکس باندې خپل يو پيغام کښې کړيدي ۔
وزيراعظم شهبازشريف وئيلي چې صدر ټرمپ د جراتمندې مظاهره کړې او پراجيکټ فريډم ئې موخر کړې، په کوم چې مونږ د هغۀ شکريه ادا کوؤ ۔
وزيراعظم مخکښې اووئيل چې د پاکستان او سعودي عرب بشمول مختلف ملکونو په درخواست صدر ټرمپ مثبت ردعمل ورکړې کوم به چې په دې نازک دور کښې د خطې امن او استحکام لپاره مفيد ثابت شي ۔

