وزيراعظم شهبازشريف د موسمياتي تبديلو د خطراتو مخنېوې لپاره وفاقي او صوبائي کچ باندې تعاون ضروري ګرځولې دې، وزيراعظم وئيلي چې پاکستان د موسمياتي تبديلو مضر اثرات نه متاثره ملکونو کښې شامل دې، وزيراعظم د وزير موسمياتي تبديلي او چيئرمين اين ډي ايم اے ته د صوبو، آزاد کشمير او ګلګت دوره کولو هدايت کړې ۔
اسلام آباد: وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ کښې د پشکال بارانونو تيارې او ماحولياتي خطراتو نه بچاؤ نظام باندې جائزه اجلاس شوېدي ۔
وزيراعظم اوئيل چې پاکستان موسمياتي تبديلو مضر اثرات نه متاثره ملکونو کښي شامل دې، موسمي خطراتو مخنيوې لپاره وفاقي او صوبائي کچ باندې مرستې ضروري دې ۔
وزيراعظم شهبازشريف د موسمياتي تبديلي وزير او چيئرمين اين ډي ايم اے ته روانې هفته صوبو، آزاد کشمير او ګلګت بلتستان دوره کولو هدايت ورکړيدې ۔
وزيراعظم دا هم اووئيل چې دوره به دے لپاره وي چې پشکال پيشګي تياري مکمل کړې شي، وزير پلاننګ په نګرانې به نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ او متعلقه وزارتونو ايمرجنسي رسپانس کميټي جوړيږي کوم به چې صوبائي متعلقه ادارو سره عملي تعاون لپاره کار کوي ۔
وزيراعظم زياته کړې چې خزانې وزير دې د پشکال ممکنه تباهۍ په صورت کښې هنګامي فنډ لپاره پيشګي تياري اوکړي، ممکنه سيلابي صورتحال او خطرات نه بچ کېدو لپاره دې اقدامات ته جامع روډ ميپ لاندې ترتيب ورکړې شي ۔

