پاکستان په افغانستان کښې د ترهه ګرو ټهکانو خلاف د کارروائۍ متعلق بهارتي بيان مسترد کړې،د خارجه دفتر ترجمان افغانستان کښې د ترهه ګرو ټهکانو خلاف جائز هدفي کاروائيو په حواله د بهارت بيان بے بنياده ګرځولې دې ،د خارجه دفتر ترجمان بيان ترمخه بهارت د افغانستان د خاورې نه په پاکستان د حملو سرپرستي کوي،د اولس تحفظ او سلامتيا لپاره به پاکستان د نړيوال قانون مطابق اقدامات جاري ساتي ۔
اسلام آباد: ترجمان دفترخارجه طاهراندرابي وئيلي چې بهارت طرزعمل د ملګرو ملتونو چارټر خلاف ورزي ده، بهارت په مقبوضه کشمير کښې د کشميريانو حق خود اراديت هم دباؤ کړې دي ۔
د خارجہ دفتر ترجمان وئیلي چې بهارت د پاکستان خلاف د افغانستان په خاوره د ترهه ګرو سرپرستي کوي ، د اقوام متحده د سلامتې کونسل پابندو د نظام هم خلاف ورزي ئې کړيده ۔
دفترخارجه ترجمان مطابق بهارت مسلسل د خطې امن و استحکام کښې رکاوټ اچولو هڅې کړېدي ، ولې پاکستان د خپل وګړو سلامتي يقيني جوړولو لپاره مناسب اقدامات پورته کړې او مستقبل کښې به هم پورته کوي ۔

