امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ امريکې سره مذاکراتو په حواله د ايران جواب مسترد کړېدې، وائي چې دا په مکمله توګه امريکې ته ناقابل قبول دې ، صدر ټرمپ مطابق ايران دا وخت امريکې پشمول نور ملکونو سره لوبې کوي ،کيديشي چې ايران باندې بيا د حملو ضرورت پيښ شي ۔
واشنګټن: سوشل ميډيا باندې خپل ردعمل کښې امريکائي صدر ټرمپ د ايران جواب مسترد کړې او وئيلي دي چې د ايران دغه جواب امريکې ته قابل قبول نۀ دې ۔
صدر ټرمپ وئيلي چې ايران دا وخت امريکې پشمول نورو ملکونو سره لوبې کوي، او دا لوبه ايران د تير اووۀ څلويښت کالو راهسې کوي ۔
هغه اووئيل چې ايران هاغه وخت لوئې کاميابي ترلاسه کړې وه چې کله بارک اوبامه د امريکې صدر جوړ شوې وو،د اوبامه د ايران په حواله نرم موقف وو ، بلکه د ايران ئې ډېر حمايت هم کولو ۔
صدر ټرمپ مخکښې اووئيل چې ايران ته به د ايټمي وسلې اجازت بالکل نۀ ورکوؤ ، دغه وسله به اميرکه ترلاسه کوي ، او کيديشي چې بيا په ايران حمله اوکړو ۔
ياده دې وي چې ايران تيره ورځ د جنګ بندۍ مذاکراتو په حواله خپل جواب پاکستان ته راليږلې وو، کوم چې پاکستان امريکائي صدر سره شريک کړې وو ۔

