پاکستان او امريکې د ترهه ګر ډلو خلاف تعاون نور مضبوطولو باندې اتفاق کړې، مشترکه اعلاميه مطابق دواړه ملکونه به انسداد دهشتګردي شعبې کښې تعاون نور موثر جوړ ولو، خطې کښې امن، استحکام او خوشحالې مشترکه وژن به مخ په وړاندې بوځي، دواړو ملکونو د کالعدم ټي ټي پي، بي ايل اے او القاعده پشمول نورو ډلو خلاف مشتراکه کارروائي جاري ساتلو عزم اظهار کړې ۔
د خارجه دفتر له لوري جاري اعلاميه کښې وئيلي شوي چې د پاکستان او امريکې ترمينځ دترهه ګرۍمخنيوي په غرض واشنګټن کښې د مذاکرات څلورم دور ترسره شوې دې ۔
د خارجه دفتر بيان ترمخه د مذاکراتو دوران د پولوسيکيورټي مضبوطولو او د ترهه ګرو د سهولت کارو نيټ ورکس ختمولو په معاملو خبرې شويدي ۔
خارجه دفتر خپله اعلاميه کېښ مخکښي وئيلي دي چې دواړو فريقينو د کالعدم تنظيمونو ټي ټي پي،داعش،القاعده او بي ايل اے خلاف تعاون سيوا کولو باندې اتفاق کړېدې ۔
د ترهه ګرۍ مخنيوي په حواله شوې دغه مذاکراتو مشري د امريکې کوآرډينيتر برائے انسداد دهشتګردي او د پاکستان خارجه وزارت سپيشل سيکريټري کړېدې ۔

