فيلډمارشل عاصم منير وئيلي دي چې د پاکستان او چين دوستي آزمائيلې شوې او په هر اړخ پورا ده، فيلډمارشل د چين دفاع ، قامي ترقۍ ،عالمي امن او سلامتيا لپاره ځانګړې خدماتو باندې خراج تحسين هم پيش کړيدي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لورې جاري بيان مطابق جي ايچ کيو پنډۍ کښې د چين پيپلز لبريشن آرمي قيام نهه نوي سالګرې نماځلو لپاره دستورې تابيا شوي، چي پکښې د چين دفاعي اتاشي ميجر جنرل وانګ ژونګ او چيني سفارتخانې چارواکو ګډون کړې دي ۔
دستوره کښې د پاکستان درې واړه وسله افواج او سينئر افسران هم موجود وو،په دې موقع فيلډ مارشل عاصم منير د خصوصې مليمانو هرکلے هم کړېدي ۔
فيلډمارشل عاصم منير د پيپلزلبريشن آرمي يو کم سلم يوم تاسيس باندې اومبارکي ورکړې او د چين دفاع ، قامي ترقۍ، عالمي امن او سلامتۍ لپاره ځانګړې خدماتو باندې خراج تحسين هم پيش کړيدي ۔
فيلډ مارشل زياته کړې چې پاکستان او د چين دوستي آزمائيلې شوې او هر وخت ثابت قدم پاتې شوي،پاک چين دوستي د بدليدونکي علاقائي او عالمي چيلنجز باوجود هميشه مضبوطه پاتې شويده ۔
فيلډ مارشل وينا وه چې پاک فوج او چين خطه کښې د امن ، اسحتکام او مشترکه سټريټجک مفادات تحفظ لپاره حقيقي شراکت دار دي ۔

