حکومت د ډيزل په قيمت کښې دوه روپۍ، دوه څلويښت پيسې او پټرول قيمت کښې ئي يو روپۍ ، نهه پيسې في لټر اضافه کړې، د ډيزل نوې قيمت درې سوه ،څلور نوي روپۍ، څلور پيسې في ليټر او پټرول نوې قيمت درې سوه، شپږ ديرش روپۍ ،پنځلس پيسې في لټر مقرر کړې شوې، نوټيفکيشن مطابق د پټروليم مصنوعاتو نوې قيمتونه يو ديرشمې جولائۍ لپاره عملي کړې شوي دي ۔
اسلام آباد: د پټروليم ډويژن لخوا جاري شوې اعلاميې مطابق ډيزلو په قيمت کښې دوه روپۍ دوه څلويښت پيسې في لټر اضافه کړې شوې، چې ورسره د ډيزل في لټر قيمت درې سوه ،څلور نوي روپۍ، څلور پيسې في ليټر مقرر شوې دې ۔
نوټي فکيشن کښې وئيلي شوي چې پټرول في لټر قيمت کښې يو روپۍ او نهه پېسې لټر په سر اضافه شوې، چې ورسره د پټرول في لټر قيمت درې سوه، شپږ ديرش روپۍ او پنځلس پيسې مقرر شويدې ۔
د پټروليم مصنوعاتو نوې قيمتونه يو ديرشمې جولائۍ لپاره عملي کړې شويدي،څرګنده دې وي چې عالمي منډۍ کښې د خام تيلو په قيمتونو کښې شپږ فيصده نه سيوا اضافه شوېده ۔

