د خارجه دفتر ترجمان وئيلي دي چې خېبرپښتونخوا،کراچۍ او بلوچستان کښې د ترهه ګرو حملو ورستو د غضب للحق آپريشن د لارې افغانستان کښې د شرخوښو په ټهکانو حملې شويدي،ترهه ګرۍ حملو کښې د افغان وګړو دککړتيا شواهدو وروستو افغان ناظم الامور ته احتجاج کړې شوې وو، او دا چې د اولس په سلامتيا به هيڅ قسمه ته سمجهوته اونه کړو ۔
اسلام آباد: د خارجه دفتر ترجمان هفته وار ميډيا بريفنګ کښې وئيلي دي چې افغانستان کښې موجود ترهه ګرو خلاف به د پاکستان آپريشن غضب للحق جاري وي ۔
د خارجه دفتر ترجمان طاهر اندرابي مخکښې وئيلي دي چې پاکستان به د خپل اولس په سلامتيا او حفاظت هيڅ سمجهوته نۀ کوي ۔
ترجمان دفتر خارجه اووئيل دي چي دوحه مزاکراتو کښې مثبت پرمختګ شويدې او پاکستان يو وارې بيا د سهولت کار کردار ادا کړې دي ۔
هغوي وئيلي دي چي د ايران پخواني سپريم ليډر تدفين وروستو به د ايران او امريکې ترمينځ مذاکراتو عمل بيا شروع کږې شي ، او پاکستان به دې مذاکراتو کښې د ثالثۍ کردار ادا کوي ۔
ترجمان دا هم وئيلي دي چي وزير اعظم به دريم نه تر پينځمې جولائۍ پورې د ايران او ترکيه سرکاري دوره کوي، اسلام آباد کښي د سندطاس معاهدے په حواله بين الا قوامي سيمنار کښي شرکاؤ دسه قسمه يکطرفه ګام اوچتول مسترد کړيدي ۔
ترجمان دفتر خارجه زياته کړې ده چې وزيراعظم شهباز شريف به سبا ايران ته ځي او د شهيد سپريم ليډر آيت لله خامنه اي آخري رسوماتو کښې به شرکت کوي ۔

