د ن ليګ قائد نوازشريف وطن ته واپسي، نوازشريف چي کله مينار پاکستان جلسه کښې سټيج ته راورسيدو نو جذباتي شو، خپل ورور شهبازشريف او لور مريم نواز ئي ځان ته نيزدي کړو او په ژړا شو، د مريم نواز د سترګو نه هم اوخکي لاړي.
د څلور کاله جلاوطن نه پس چي کله نوازشريف مينارپاکستان جلسه ګاه ته راورسيدو نو د هغه درونداستقبال اوشو، د پارټۍ کارکنانو د نوازشريف او ن ليګ په حق نعرے اوهلے،
چي کله نوازشريف سټيج ته راوختو، نو خپل کارکنانو ته ئي لاسونه پورته کړو او د هغوي د نعرو جواب ئي ورکړو،
سټيج باندي نوازشريف جذباتي شوي هم دے، هغه خپل ورور شهبازشريف او لور مريم نواز ځان ته نيزدي کړه او وئژلړ، په دي موقع د مريم نواز د سترګو نه هم اوخکي لاړي، په کوم چي سټيج باندي موجود ټول ليګي مشران جذباتي شول