د باني پي ټي آئي خور عليمه خان لاهور کښې د تهري ايم پي او لاندې نيولې شوې،ذرائعو وئيلي چې ګرفتارۍ نه پس عليمه خان کوټ لکهپت جيل ته منتقل کړې شويده،بلخوا پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر تصديق کړې چې د عليمه خان د ګرفتارۍ په اړه نورين خان خبر کړې يم،بيرسټر ګوهر خان دې اقدام سره به کشيدګي نوره سيوا کيږي ۔
لاهور: د پي ټي آئي د پارټۍ ذرائعو ترمخه عليمه خان د اپر مال خپل کور نه جم ته د تلو په وخت لټن روډ پوليس حراست کښې اخستې ده ۔
ذرائعو وئيلي دي چې د عليمه خان ګاډې لټن روډ تهاڼه کښې ولاړ دے او هغه کوټ لکهپت جيل ته منتقل کړې شوېده، بلخوا نورين نيازي وئيلي چې عليمه خان د کور نه بهر وته چې حراست کښې واخستې شوه ۔
هغې وئيلي چې د دوي اقداماتو نه نه ويريږي او د خپل ورور لپاره به هلې ځلې جاري ساتو ، بلخوا د پي ټي آئى چيئرمين بيرسټر ګوهر د عليمه خان د نظر بندۍ مذمت کړې ۔
بيرسټرګوهر چې د دوي مارچ به پرامنه او سياسي وي ،دوي زياته کړې چې مقصد ئې آئيني او سياسي غوښتنو لپاره پرامنه جدوجهد کول دي، چيئرمين دا هم اووئيل چې دوي د هر قسمه تشدد خلاف دې ۔

