امريکه مډټرم اليکشن کښې د صدر ټرمپ د توقعاتو خلاف نتائج راغلي ، دواړه ايوانونو کښې ډيموکريټس واضحه برتري ترلاسه کړې،ډيموکريټس ته په شل نشستونو برتري ترلاسه ده، چې ورسره سينيټ کښې په څلورپنځوس نشستونو برتري حاصله ده،په ديارلس سيټونو برتري سره ري پبلکنز نشستوته په څلور څلويښت سيټونو برتري ترلاسه شوې، بلخواايوان نمائندګان کښې هم د ډيموکريټس اکثريت دوه سوه،يو ديرش ته رسيدلې،د ري پبلکن يوسل، نهه ديرش اميدوارانو ته برتري ترلاسه ده ۔
واشنګټن: امريکه کښې د مډ ټرم انتخاباتو نتائج راتلو لړۍ جاري ده، او ډيموکريټس ايوان نمائندګان او سينيټ کښې مطلوبه اکثريت ترلاسه کړې دې ۔
تردې دمه راغلي نتائج ترمخه ايوان نمائندګان کښې ډېموکريټس دوه سوه، يو ديرش او ري پبلکن يو سل نهه ديرش اراکينو ته برتري ترلاسه ده، د څلور سوه پنځه ديرش اراکينو ايوان نمائندګان کنټرول سنبهالولو لپاره جماعت ته د دوه سوه، اتلس نشستونو باندې کاميابي پکار وه، کومه چې ډيموکريټس حاصل کړېده ،
د امريکائي سينيټ انتدائي نتائج مطابق سينيټ کښې ډيموکريټس په شل نشستونو برتري ترلاسه کولو نه پس د سيټو شميره څلور پنځوس ته رسيدلې ده ، او ري پبلکنز ته ديارلس سيټونو باندې برتري ميلاؤ ده، چې ورسره سينيټ کښې د ري پبلکنز اراکينو شميره څلور څلويښت ته رسيدلې ۔
صدر ډونلډ ټرمپ انتخابي نتائج قبول کړي،نيويارک ټائمز سره مرکې په وخت امريکائي صدر وئيلي دي چې د اليکشن نتائج په مکمل توګه قبلولو ته تيار يم ۔
هغۀ اووئيل چې د ډيموکريټس پارټۍ سره به شريک کار کوم،ټرمپ خپل يو بيان کښې د ري پبلکن پارټۍ ځيني مشران د انتخابي ناکامو ذمه وار ګرځولي دي ۔
بلخوا د امريکې تاريخ کښې په وړومبي ځل سينټ نشست باندې مسلمان اميدوار کاميابي ترلاسه کړې،د صدر ټرمپ د سخت مخالفت باوجود مشي ګن رياست نه عبدالسيد سينيټر منتخب شوې ۔
اليکشن کښې کاميابۍ وروستو عبدالسيد وئيلي چې مخالفينو اليکشن کمپئين دوران د هغه په ذات،نوم او عقيده په نښه کړې وه او د اولس توجو ترلاسه کولو ناکامه کوشش ئې کړې وو ۔

