کوهاټ کښې د زوړ پوليس لائن جومات سره نيزدې خودکش چاودنه شوې، چې پکښې پنځه پوليس اهلکارانو پشمول شپاړس کسان شهيدان شوي،او پنځوس پورې کسان سخت ژوبل شويدي، پوليس چارواکو مطابق د حملې پس فوري کاروائۍ دوران اووۀ ترهه ګر هم وژلي شوي دي ۔
کوهاټ کښې د پخواني پوليس لائن جومات سره نيزدې خودکش حمله شوې،ريسکيو چارواکو وئيلي چې چاؤدنه کښې پنځه پوليس اهلکارانو پشمول شپاړس کسان شهيدان شوي، او پنځوس پورې سخت ژوبل شويدي ۔
آئي جي خېبر پښتونخوا ترمخه يو خود کش حمله کونکي د سپيشل برانچ بلډنګ سره ځان الوزولې،چاودونې ورستو پوليس او سي ټي ډي د ترهه ګرو خلاف فوري کاروائي کړې،او اووۀ ترهه ګر ئې وژلي دي ۔
د خېبر پښتونخوا پوليسو مشر ذوالفقار حميد د کوهاټ چاودنې نوټس اخستې او د ريجنل پوليس افسر نه ئې تفصيلي رپورټ غوښتې دے ۔
خپل بيان کښې آئي جي پوليس وئيلي دي چې دا قسمه بزدلانه کارروائۍ د ترهه ګرې د خاتمې لپاره د پوليس حوصلې نشي کمزورې کولې، ترهه ګر او د دوي سهولت کار به خپل انجام ته رسولې شي ۔
بلخوا صدر مملکت آصف زرداري او وزيراعظم شهباز شريف د کوهاټ بمي چاودنې مذمت کړې،اومتعلقه چارواکو نه ئې رپورټ هم غوښتې دې ۔
دواړو مشرانو چاودنې لوجې مرګ ژوبله باندې د افسوس اظهار کړې او ژوبل کسانو ته هسپتالونو کښې د علاج معالجې هر قسم سهولت ورکولو هدايت کړې، دوي د ژوبل کسان زر تر زره د صحت يابۍ دعا غوښتې ده ۔
دې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي هم د کوهاټ خودکش حملې په سختو ټکو کښې غندنه کړې او متاثره خاندانونو سره ئې د هغو په غم کښې د شريک کيدو څرګندونه هم کړې ده ۔
وزيراعلیٰ سهيل آفريدي د چاودنې نوټس هم اخستې او متعلقه پوليس او انتظامي چارواکو نه ئې رپورټ هم طلب کړې دې ۔

