وزيراعظم شهبازشريف خيبر پښتونخوا لپاره د يوسل شپيتۀ ارب روپو ترقياتي او سيکيورټي پيکج ته حتمي شکل ورکولو اعلان کړې او وئيلي دي چې صوبه کښې امنيت د حکومت اولنۍ،دوئمه او دريمه ترجيح ده، وفاقي کباينې اجلاس ته وينا کښې وزيراعظم پټرول پمپس باندې د بے ضابطګو معاملې نوټس اخستې او هدايت ئې کړې چې کوم پمپونه ريليف سکيم باندې عمل نۀ کوي، خلاف دې سخته کاروائي اوکړې شي، وزيراعظم دا هدايت هم کړې چې فوډ سبسډي پروګرام کښې بے ضابطګو خلاف دې هم سخته کاروائي اوکړې شي ۔
اسلام آباد کښې وفاقي کابينې غونډې ته وينا پر مهال وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې حکومت عوامو ته د پيټرول په مد کښې ريليف ورکولو لپاره ګامونه پورته کوي ولي د ځينو پيټرول پمپس لخوا عوامو ته د ريليف نه ورکولو شکايتونه ترلاسه شوي دي، چي په ترڅ کښې به د دغه پمپونو خلاف کارروائي کولي شي ۔
وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې ځينو پيټرول پمپونو په اړه عوامو ته د ريليف نه ورکولو شکايتونه ترلاسه شوي دي، د پيټروليم وزير ته د دغه پمپس خلاف د کارروائۍ هدايت ورکړې شويدي ۔
وزيراعظم وئيلي دي د جمعې په ورځ د پيټرول په نرخ کښې پنځلس روپۍ اضافه کېدونکې وه، ولې د حکومت په وخت فيصلې له امله دا اضافه اونکړې شوه ۔
وزيراعظم شهباز شريف زياته کړې ده چې د ايل پي جي مافيا دور ختم شوې او حکومت به د ايل پي جي درآمد ،کولو سره عوامو ته ريليف ورکوي ۔
د وزيراعظم وهنا وه چې خيبر پښتونخوا کښې د حکومت وړومبۍ، دويمه او درېمه ترجيح امنيت دې، او د صوبې لپاره د يو سل شپېته اربه روپو پېکج هم حتمي کړې شوې دې ۔

