پاکستان کښې د درې ملکونو ون ډے سيريز دريم ميچ کښې د انګلينډ څلور سوه، ديرش رنز هدف سري لنکا کاميابۍ سره پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې، پنډۍ سټيډيم کښې ون ډے ميچز دوران دا تر ټولو لوئې سکور شوې وو، او بيا سري لنکا کاميابۍ سره مکمل کړېدې ، انګلينډ طرف نه کپتان هيري بروک شاندار دوه سوه، دوه رنز جوړولو سره د ون ډے فارميټ تيز ترين ډبل سنچري جوړه کړې وه، سري لنکا لخوا پون رتهناياکا جارحانه يوسل ديرش رنز جوړ کړي او د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شوې ۔
د پنډۍ کرکټ سټېډيم کښې د درې ملکي ون ډے سيريز په دريم ميچ کښې انګلينډ اول بيټنګ کړې وو او مقرره اوورز کښې ئې څلور وکټو په زيان څلور سوه نهه ويشت رنز جوړ کړي وو ۔
انګلينډ طرف نه کپتان هيري بروک شاندار بيټنګ کړې او د ون ډے فارميټ تيز ترين ډبل سنچري جوړو سره دوه سوه، دوه رنز باندې آؤټ شوې، چې پکښې لس چهکې او يويشت چوکے هم شاملې وې ۔
د انګلينډ جو روټ نهه شپيتۀ، وِل جيک شپږ شپيتۀ، ټام بېنټن پنځوس او بين ډکټ نهه ويشت رنز جوړ کړي وو، سري لنکا لخوا دونيت ويلا لاګے دوه وکټې په خپل نوم کړې وې ۔
سري لنکا د څلور سوه ديرش رنز هدف آخر اوور کښې اتۀ وکټو په زيان پورا کړې او ون ډے کرکټ په تاريخ کښې ئې دويم لوئې هدف ترلاسه کولو سره ريکارډ جوړ کړيدې ۔
سري لنکا طرف نه پون رتهناياکے يو سل، ديرش، اويشکا فرنينډو اووۀ نوي، دسون شناکا اووۀ نوي او جنيت ليا ناګے يو شپيتۀ رنز جوړ کړي وو، انګلينډ لخوا جوش ټنګ درې او سېم کرن دوه وکټې اخستې وې ۔
شاندار يو سل، ديرش قيمتي رنز جوړولو باندې د سري لنکا پون رتهناياکے د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې ۔

