ډهاکه ټيسټ کښې قامي ټيم خپل اولني اننګز کښې په درې سوه، شپږ اتيا رنز باندې آؤټ شوې، چې ورسره بنګله ديش ته اولني اننګز کښې د اووۀ ويشت رنز برتري ترلاسه شويده، پاکستان طرف نه آذان اويس خپل اولني ميچ کښې شاندار بيټنګ کړې او په يوسل، درې رنز آؤټ شويدې، کوربه ټيم دوئم اننګز کښې بغير د څه نقصان اووۀ رنز جوړ کړي او برتري ئې څلور ديرش رنز ته رسيدلې ده،دې نه وړاندې بنګله ديش ټيم اولني اننګز کښې څلور سوه، ديارلس رنز باندې آؤټ شوې وو ۔
ډهاکه کښې جاري د اولني ټيسټ ميچ دريمې ورځې لوبه ختم شوې، د بنګله ديش ټيم اولني اننګز سکور څلور سوه، ديارلس رنز جواب کښې د پاکستان ټيم اولني اننګز کښې په درې سوه، شپږ اتيا رنز آؤټ شوې دې ۔
بنګله ديش ته اولني اننګز کښې د اووۀ ويشت رنز برتري ترلاسه شوې، اود درېمې ورځې لوبه ختميدو پورې کوربه ټيم دوئم اننګز کښې ئې بغير د څه نقصان اووۀ رنز جوړ کړي، او مجموعي برتري ئې څلور ديرش ته رسيدلې ده ۔
پاکستان طرف نه آذان اويس اولني ميچ کښې شاندار بېټنګ کړې او يو سل درې رنز باندې آؤټ شويدې، دغه شان عبدالله فضل هم اولني ټيسټ کښې شپيتۀ رنز جوړ کړې ۔
محمد رضوان نهه پنځوس او سلمان علي آغا اتۀ پنځوس رنز باندې آؤټ شويدي ، بنګله ديش طرف نه مهدي حسن مرزا پنځه ، تسکين احمد او تيج الاسلام دوه، دوه وکټې اخستې دي ۔
بنګله ديش طرف نه ټولو نه زيات کپتان نجم الحسن شانتو يوسل يو، مومن الحق يو نوي، مشفيق الرحيم يو اوويا او ليتن داس دري ديرش رنز جوړ کړېدي ۔
پاکستاني بولرز طرف نه محمد عباس پنځه،شاهين شاه آفريدي درې، حسن علي او نعمان علي يو ،يو وکټ په خپل نوم کړې دي

