ليډز ټيسټ ميچ کښې انګلينډ په يو اننګز او يو سل ، درې رنز پاکستان ته شکست ورکړې او درې ميچونو سيريز کښې ئې يو صفر سره برتري ترلاسه کړېده، د انګلينډ اولني اننګز سکور څلور سوه، نهه رنز جواب کښې پاکستان دوئم اننګز کښې په يو سل ، پنځۀ ديرش رنز آؤټ شوې او ميچ ئې بيللې دې، شاندار بولنګ باندې د انګلينډ اولي رابنسن د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شوې ۔
ليډز کرکټ ګراؤنډ کښې د پاکستان او انګلينډ ترمينځ د اولني ټيسټ فيصله د ميچ په دريمه ورځ شوې، چرته چې کوربه ټيم په يو اننګز او يوسل درې رنز باندې پاکستاني ټيم ته شکست ورکړيدې ۔
د پاکستان اولني اننګز سکور يوسل، يو اوويا رنز جواب کښې د انګلينډ ټيم اولني اننګز کښې څلور سوه، نهه رنز باندې آؤټ شوې وو او پاکستان خلاف ئې د دوه سوه اتۀ ديرش رنز برتري ترلاسه کړې وه ۔
د ميچ په دريمه ورځ پاکستان دوئم اننګز کښې صرف په يو سل ، پنځه دريش رنز آؤټ شوې ، او يو اننګز اور يو سل درې رنز باندې ئې ميچ بيللې دې ، چې ورسره انګلينډ ته د درې ميچونو سيريز کښې يو صفر سره برتري هم ترلاسه شوې ۔
قامي ټيم کښې ټولو نه زيات محمد رضوان يو څلويښت او شان مسعود نهه ويشت رنز باندې آؤټ شوي، عبدالله شفيق پنځلس، سعود شکيل څوارلس، آذان اويس نهه، امام الحق صفر، کپتان سلمان آغا څلور او علي عثمان په اووۀ رنز آؤټ شوي وو ۔
انګلينډ طرف نه اولي رابنسن درې وکټي اخستي او په مجموعي ډول ميچ کښې اتۀ وکټې اخستو باندې د ميچ بهترين لوبګاړې ګرځولې شويدې ۔
دواړو ټيمونو ترمينځ دوئم ټيسټ ميچ به اووۀ ويشتم اګست باندې او دريم او آخري ميچ به په نهم ستمبر لوبيږي ۔

