د خېبر پښتونخواوزيراعلیٰ سهيل آفريدي د ګورنر فيصل کريم کنډي لخوا د سيکيورټي په حواله رابللې اجلاس غير آئيني او دا ئې په آئين او جمهوريت حمله ګرځولې ده،سهيل آفريدي وئيلي چې صوبه کښې د پي ټي آئي په اکثريت سره منتخب حکومت موجود دې،ګورنر لخواچيف سيکريټري، او آئي جي راغوښتل او د اجلاس صدارت کول ناقابل قبول دي،وزيراعلیٰ سهيل آفريدي په پيپلز پارټۍ سختې نيوکې کړي، او وئيلي دي چې داسې اقداماتو سره يو بل مشرقي پاکستان جوړولو کوشش کيږي ۔
پيښور: د وزيراعلیٰ سهيل آفريدي مشرۍ کښې د خېبر پښتونخوا کابينې هنګامي غونډۀ شوې چې پکښې د ګورنر فيصل کريم کنډي لخوا ګورنر هاؤس کښې سيکيورټي په اړه اجلاس او د چيف سيکريټري او آئي جي اجلاس کښې ګډون په معامله غور شوې دې ۔
وزيراعلیٰ سهيل آفريدي د ګورنر په سيکورټي اجلاس د سخت ردعمل ورکولو په وخت وئيلي چې پاکستان پيپلزپارټۍ په تير وخت کښې هم غلط کردار ادا کړې او د داسې اقداماتو څخه يو بل مشرقي پاکستان جوړولو کوشش کوي ۔
وزيراعلیٰ زياته کړې چې تيرو دوه ويشت کالو کښې څوارلس زره اينټلي جنس او دوه ويشت غټ مليټري آپريشنونو باوجود امن نۀ قائميدل وفاقي حکومت د پاليسۍ ناکامي ده ۔
وزيراعلیٰ سهيل آفريدي مخکښې اووئيل چې د خيبر پښتونخوا د سټيک هولډرز په پاليسۍ عمل اوکړې شي نو په سلو ورځو کښې امن قائميدے شي ۔
وزيراعلیٰ سهيل آفريدي دا هم وئيلي دي چې د پي ټي آئي د ممبرانو او کارکنانو په ګرفتاريانو هم سختې نيوکې کړې او وئيلي دي چې صوبائي حکومت په اشتعال کښې د راوستو هڅې شروع دي خو مونږ به هيڅ قسمه غير آئيني او غيرقانوني کارونه نۀ کوؤ ۔
بلخوا د خېبر پښتونخوا ایډوکيټ جنرل شاه فیصل اتمانخیل کابينې غونډې ته وينا کښې وئیلي دي چې ګورنر فیصل کریم کنډي د آئین او قانون مطابق د صوبې په معاملاتو کښې دخل اندازي نۀ شي کولې ۔
ګورنر لخوا آئي جي او چیف سیکرټري پشمول سرکاري افسران اجلاس لپاره طلب کول غير آئيني دي، ايډوکيټ جنرل مطابق دا مهال صوبه کښې منتخب حکومت موجود دې، چې ګور راج نافذ شي، نو بيا ګورنر يهر قسمه اجلاس رابللې شي ۔

