پوليس چارواکو تصديق کړې چې بنو کښې يوه بله کواډکاپټر ډرون حمله شوې، چې پکښې اتۀ کسان سخت ژوبل شوي دي ۔
بنو: پوليس وينا مطابق کنګر جان بهادر سيمه کښې په يو کور کواډ کاپټر حمله شوې ، حمله کښې اتۀ کسان ژوبل شوي، څوک چې هسپتال ته منتقل کړې شويدي ۔
د پوليس بيان تر مخه په يو کور د نامعلومه کواډ کاپټر څخه ګولې داغلې شوي ، ژوبل کسانو کښې زنانه او ماشومان هم شامل دي ۔
پوليس زياته کړې چې ژوبل تنان ډسټرکټ هيډ کوارټر هسپتال ته منتقل کړي شوي شوي ، د پيښي په اطلاع پوليس سيمه ولقه کښې اخستې او د پيښې پلټنې ئې پيل کړي دي ۔

