د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي د پېښور عمران خان کرکټ سټېډیم نوم بدلولو او د دې زوړ نوم ارباب نیاز کرکټ سټېډیم بحالولو اعلان کړې دې ۔
پيښور: د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي په سوشل ميډيا خپل بيان کښې وئيلي دي چې د پي ټي آئی د ارباب نیاز کرکټ سټېډیم نوم بدلولو او عمران خان کرکټ سټېډیم نوم اېښودلو فېصله واپس اخستې ده ۔
ګورنر فيصل کريم کنډي اعلان کړې چې د دغه سټيډيم اصل نوم به بحالولې شي، او د دې زوړ نوم ارباب نياز سټيډيم واپس کيښودو فيصله شوې ده ۔
ګورنر وینا ده چې خېبر پښتونخوا کښې د لوبو ډېر زیات ټېلنټ موجود دې خو د پي ټي آئي حکومت تېر دیارلس کالو کښې یو نوې کرکټ سټېډیم هم نۀ دې جوړ کړې ۔
د پي ټي آئي تير حکومت د ارباب نياز سټيډيم پيښور نوم بدل کړې وو او دې ته ئې عمران خان کرکټ سټيډيم نوم ايښودې وو، په کوم چې سياسي جماعتونو سختې نيوکې کړې وې ۔

