د خېبرپښتونخوا د اطلاعاتومشیرې ثمر هارون بلور د وزیر اعظم له اړخه لس اربه روپۍ ترقیاتي فنډ لپاره جاري کول یو ښۀ ګام ګرځولې دې، وائي چې دغه فنډ سره به صوبه کښې د ترقیاتي منصوبوجال خور کړې شي، ثمر بلور مطابق وفاقي حکومت دخېبر پښتونخوا د اولس تقدیر بدلول غواړی،د اولس پیسې به د دې صوبې په ترقیاتي منصوبو خرچ کولې شي ،ترقیاتي منصوبو کښې به هیڅ قسمه کوتاهي او غفلت بر داشت نۀ کړے شي ۔
پيښور: په حاری شوی بیان کښې ثمر هارون بلور وئیلي دي چې د وفاقي حکومت له اړخه یو سل شپیتۀ اربه روپو کښې لس اربه روپۍ حاری کول صوبائی حکومت لپاره د فخر خبره ده خیبر پښتونخوا ته به د وفاقی حکومت په مرسته نورې پیسې هم جاری کولې شي ۔
د خېبر پښتونخوا مشير اطلاعات ثمر هارون بلور اووئيل چې وزيراعظم شهبازشريف د خېبر پښتونخوا د اولس تقدیر بدلول غواړي ۔
ثمر هارون بلور زیاته کړه چې د اولس پیسې به ددې صوبې په ترقیاتی منصوبو خرج کولې شي او ترقیاتی منصوبو کښې به هیڅ قسمه کوتاهي او غفلت برداشنت نۀ کړې شي ۔

