د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي د پاکستان سُپر ليګ راتلونکي ايډيشن افتتاحي دستوره اود ايونټ اولنې ميچ پيښورکښې کولو اعلان کړې، وائي چې خېبرپښتونخوا کښې دولس کاله پس کرکټ بحاليږي، د صوبې امنيتي صورتحال ښۀ شوې، نيو ايئر نائټ به هم پيښور سټيډيم کښې نمانځلې شي، بلخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وئيلي چې د پيښور سټيډيم نوم به ارباب نياز سټيډيم بحالولې شي ، ير حکومت ديارلس کالو کښې يو ګراؤنډ هم نۀ دې جوړ کړې ۔
پيښور: د داخله چارو وفاقي وزير او د پاکستان کرکټ بورډ چيئرمين محسن نقوي پيښور ګورنر هاؤس کښې ګورنر فيصل کريم کنډي سره اهم ملاقات کړي چې پکښې د صوبې امنيتي صورتحال او نورو اهمو چارو باندې د خيالاتو بدولن شويدې ۔
ملاقات نه پس شريکې خبرې غونډې ته وينا کښې د پي سي بي چيئرمين محسن نقوي اعلان کړې چې راتلونکې پي ايس ايل ميچونو افتتاحي دستوره او د ميګا ايونټ اولنې ميچ پشمول يو شمير ميچز به پيښور کښې لوبيږي ۔
محسن نقوي د خيبر پښتونخوا او پيښو خلقو ته اومبارکي هم ورکړې او وئيلي دي چې صوبه کښې دولس کاله پس د لوبو ميدانونه بحال کيږي او دا د ګورنر فيصل کريم کنډي مطالبه وه ۔
هغۀ زياته کړې چې د نوې کال جنورۍ مياشت دريمه هفته کښې به پيښور کښې درې ټيمونو باندې مشتمل ټي توينټي ټورنامنټ هم لوبيږي، او د قبائلي ضلعو لوبغاړو لپاره به جدا کرکټ اکيډمي جوړولې شي، خيبر پښتونخوا قامي ټيم لپاره ډير اهم لوبغاړي ورکړيدي ، د پي ايس ايل نه پس به پيښور سټيډيم کښې بين الاقوامي ميچز هم کولې شي ۔
په دې موقع ګورنر فيصل کريم کنډي اووئيل چې صوبه کښې امن او استحکام اولنې ترجيح ده، د ترهه ګرۍ خلاف جنګ فيصله کن مرحله کښې داخل دې، کوم چې به د اولس سره په مرسته ګټلې شي ۔

