د ميډيا انډسټري او تعليمي ادارو ترمينځ اړيکو مضبوطيا او د عملي تربيت موقعو لپاره د خېبر نيټ ورک خېبر اکيډمي فار ميډيا ټيکنالوجيز يعنې کېم ټېک او انټرنيشنل چاکليټ اينډ پيسټري اکيډمي د مفاهمت په يادداشت لاسليک کړېدې، ايم او يو باندې د خېبر ډيجيټل سي اي او کيوان حامد راجه او د اکيډمۍ ريجنل مينيجر عنصره عشرت لاس ليک کړې، چې مقصد ئې طلبا ته تربيت ورکولو سره سره د ډيجيټل ميډيا مهارتونه ښودل دي ۔
د مفاهمت يادداشت د لاسليک کولو مقصد زده کوونکو ته د تعليم ترڅنګ په عملي توګه د کار کولو موقعې برابرول دي، چې ورسره به د هغوي پيشه وارانه صلاحيتونه نور هم سيوا شي ۔
دواړو ادارو ترمينځ ايم او يو باندې د خېبر ډيجيټل سي اي او کيوان حامد راجه او د د اکيډمۍ ريجنل مينيجر عنصره عشرت لاس ليک کړې دې ۔
د دې معاهدې ترمخه به ځوانانو لپاره د ټرېننګ پروګرامونه اومختلف ورکشاپ هم تابيا کېږي، چې په نتيجه کښې به زده کوونکي د ميډيا صنعت د جديدو غوښتنو سره سم عملي تجربه ترلاسه کړي
خيبر اکيډمي فار ميډيا ټيکنالوجيز يعني کېم ټېک د ميډيا د معياري تعليم د ودې ترڅنګ د نوي نسل د پيشه وارانه ټريننګ او بااختياره کولو لپاره هم کوشش کوي ۔
د ادارې د دې ګام مقصد ځوانانو ته د عملي ژوند او پيشه وارانه ميدان د ضرورتونو مطابق د ځان تيارولو موقعې ورکول دي، چې په دې سره به نه يوازې د ځوانانو د روزګار امکانات زيات شي بلکه د عملي ژوند په نورو مدونو کښي به هم فعاله کردار ولوبوي ۔

