د اسرائيل لطرفه فلسطين مقبوضه مغربي کنارے کښې هم د جارحيت سلسله جاري ده، جنين ښار کښې د اسرائيلي حملو لوجې نور اتلس فلسطينيان شهيدان شوي او شل ژوبل شوي، فلسطين صحت وزارت وائي چې اسرائيلو حملو کښې د شهيد فلسطينيانو شمېره لس زره اته سوه نه اوړېدلې ده.
د بهر ملکي خبري ادارے ترمخه اسرائيلي فوځ د فلسطين مقبوضه مغربي کنارے ښار جنين کښې کارروائي کړېده، چې پکښې نور اتلس فلسطينيان شهيدان شويدي، شهيد شوؤ کسانو کښي يو پنځلس کلن هلک هم شامل دې
د فلسطين صحت وزارت ترمخه جنين کښې د اسرائيلي فوځ کارروائيانو کښې شل کسان ژوبل شويدي، د اسرائيلي فوځ حملو کښې تر دې دمه د شهيد فلسطينيانو شميره لس زره اته سوه نه اوړېدلې ده
فلسطين صحت وزارت وائي چې شهيد شوؤ کسانو کښې دوه زره نهه سوه اتلس زنانه او څلور زره څلور سوه دولس ماشومان شامل دي، د اسرائيلي بمبارې لوجې غزه کښې دوه نور هسپتالونه بند شويدي، چې مجموعي تعداد اتلس ته راسېدلې دې
ترجمان زياتوي چې د غزه نهه لکه خلک ادواياتو، پناه ګاه يا تحفظ بغير ژوند په تيره ولو مجبوره شويدي#