په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان مستقل مندوب سفير سيد حيدر شاه د سلامتي کونسل پام د افغانستان خرابېدونکي امنيتي حالاتو او هلته موجودو ترهه ګرو ډلو نه سيمې ته پېښو خطرو طرف ته راګرځولې دې ۔
هغه په صفا ټکو کښې وئيلي دي چې په افغان خاوره کښې د ترهه ګرو ډلو موجودګي او د هغوي زياتېدونکي صلاحيتونه اوس صرف د پاکستان مسئله نه ده پاتې، بلکه د ټولې سيمې او د نړۍ د امن لپاره يو لوئې چيلنج جوړ شوې دې ۔
په تېرو درې کالو کښې د افغانستان نه کېدونکو ترهه ګرو کارروائيو کښې پاکستان د څلور زره، اووۀ سوه نه زيات قيمتي ځانونه بائيللي دي، په افغانستان کښې دې عناصرو ته ميلاؤ شوي محفوظ پټ ځايونه، نوې بهرتۍ، تنظيم سازي او د حملو منصوبه بندي د دې خطرې شدت نور هم سيوا کوي ۔
د دې نه علاوه بهرنۍ مرستې، غير قانوني وسله او جديد ټيکنالوجي د ترهه ګرو لاس ته ورغلې ده چې د سيمې د استحکام لپاره نوې خطرې پيدا کوي، په دې صورتحال ملګرو ملتونو ته فوري او سنجيده غور کول پکار دې ۔
دې سره سره د سلامتي کونسل د دولس سوه، اووۀ شپيتۀ پابندو د نظام افاديت او يو شان عملي کولو باندې هم بيا کتنه ضروري ده، پاکستان او چين د بلوچستان لبريشن آرمي (بي ايل اے) او د هغې مجيد بريګېډ د نړيوالو پابندو په فهرست کښې د شاملولو شريک درخواست ورکړې وو، خو په سلامتي کونسل کښې د دې مخالفت کېږي ۔
پاکستان دريز لري چې بي ايل اے ته د بهارت پشمول د بهرنيو طاقتونو مرسته ترلاسه ده، او په داسې حالاتو کښې په دې ډلې د پابندو نه لګول، د ترهه ګرۍ خلاف د نړيوال نظام په دوه ګوني معيار سوالونه راپورته کوي ۔
په ملګرو ملتونو لازمه ده چې د ترهه ګرۍ د ختمولو په هڅو کښې د څه قسم سياسي مصلحت يا امتياز نه کار وانۀ خلي، د سلامتي کونسل ذيلي کمېټيانو، څارونکو ډلو او د ترهه ګرۍ خلاف ادارو ترمينځ رابطې او د معلوماتو تبادله نوره هم مضبوطول پکار دي ۔
دې ادارو ته پکار دي چې ترهه ګرو ته د جديد ټيکنالوجۍ او وسلې رسولو، د بهرنيو سهولت کارو نيټ ورکس او په لګول شوي پابندو د عمل درآمد څارنې ته اولين ترجيح ورکړي ۔
ترهه ګري د ټولې نړۍ يوه شريکه مسئله ده، او د دې خاتمه صرف د نړيوالې همکارۍ، يو شان اصولو او عملي ګامونو د لارې ممکن کيديشي ۔

