پي سي بي د سري لنکا خلاف درې ټي ټوئنټي ميچونو سيريز لپاره او ون ډے لپاره پنځلس کيسزه قامي ټيم سکواډ اعلان کړې، صاحبزاده فرحان ته د ټي ټوينټي فارميټ کپتاني سپارلې شوې، او شاهين شاه آفريدي د انګلينډ او سري لنکاخلاف ون ډے ټرائي سيريزکښې کپتان برقرارساتلې شوې، بلخوا پاکستان، انګلينډ او سري لنکا ترمينځ په اووۀ ميچونو مشتمل ون ډے ټرائي سيريز به هم پاکستان کښې لوبيږي ۔
د پاکستان او سري لنکا ټي ټوئټي ميچونه به پنډۍ کښې لوبولې شي، دواړو ټيمونو ترمينځ وړومبې ټي ټوينټي به په نهم او دوئم ټي ټوئنټي به په يوؤلسم او دريم ميچ به په ديارلسم اکتوبر لوبيږي ۔
سري لنکا خلاف ټي ټوئنټي سکواډ کښې کپتان صاحبزاده فرحان، عبدالصمد، ابرار احمد، عرفات منهاس، فخر زمان، حسن نوا، محمد عمران رندهاوا، معاذ صداقت، نسيم شاه، شاداب خان، سفيان مقيم او خواجه نافع د وکټ کيپر په توګه شامل دي ۔
پاکستان، انګلينډ او سري لنکا ترمينځ به اووۀ ميچونو باندې مشتمل ون ډے ټرائي سيريز وي، ابتدائي درې ميچونه به پنډي کښې وي، ټرائي سيريز پاتې شوې ميچونه او فائنل به لاهور کښې لوبولې شي ۔
شپاړس کسيزه ون ډے سکواډ مشري به شاهين شاه آفريدي کوي، ابرار احمد، سلمان علي آغا، عرفات منهاس، بابر اعظم، فهيم اشرف، فخر زمان شامل دي، حسن نواز، نسيم شاه، صائم ايوب، شاداب خان او سفيان هم د اسکواډ برخه دي ۔
بلخوا پاکستان دورې لپاره د سری لنکا کرکټ ټیم وړومبۍ ديارلس کسیزه دسته اسلام آباد ته رارسېدلې، سري لنکن لوبغاړو کښې د ټي ټوئنټي سکواډ اتۀ لوبغاړي او د ټیم مینجمنټ پنځه چارواکي شامل دي ۔

