وزيراعلیٰ سهيل آفريدي مشرۍ کښې د پي ټي آئي لانګ مارچ په دوئمه ورځ کوهاټ ته رسيدلې او فټبال ګراؤنډ ته داخل شويدې،کوهاټ کښې کارکانود مارچ ګډون والو تود هرکلې کړې، بلخواد سيکيورټي انديښنو لوجې د کوهاټ په مختلف علاقو کښې موبائل سروس معطل کړې شويدې ۔
دپاکستان تحریک انصاف لانګ مارچ کوهاټ تحصیل لاچي ته رسېدلی، د مارچ د ګډونوالو د قیام لپاره په فټبال ګراونډ کښی خېمې لګول شوې دي ۔
د وزیراعلیٰ خیبر پښتونخوا سهیل آفریدي وینا دا چی د لانګ مارچ ګډونوال به نن شپه په تحصیل لاچي کښی قیام کوي، او سبا سهار به د کوهاټ یونیورسټۍ چوک زیرو پوائنټ ته روانېږي ۔
وزیر اعلی سهیل آفریدي به یونیورسټۍ چوک کښی د لانګ مارچ ګډونوالو ته وینا کوي ۔
د دې وروسته به د هنګو، اورکزو او کرم ضلعو څخه راتلونکي قافلې هم د لانګ مارچ برخه جوړېږي، او ټول ګډونوال به د پېښور په لور روانېږي ۔
بلخواد سيکيورټي انديښنو لوجې د کوهاټ په مختلف علاقو کښې موبائل سروس معطل کړې شويدې ۔

