د پي ټي آئي سيکرټري جنرل سلمان اکرم راجه وئيلي دي چې حکومت سره مذاکرات کولو اختيار محمود خان اچکزئي او علامه راجه ناصر سره دې، که حکومت خلوص سره مذاکرات کول غواړي نو دوي سره دې رابطه اوکړي، بلخوا سرچينو وئيلي چې محمود خان اچکزئي اپوزيشن ته د حکومت سره مذاکرات کولو هدايت جاري کړې او وئيلي دي که چرې حکومت رابطه اوکړه نو مثبت جواب دې ورکړې شي ۔
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي سيکرټري جنرل سلمان اکرم راجه اووئيل چې د باني پي ټي آئي ذاتي معالج ته رسائي د قامي سلامتيا معامله نۀ ده، لندن نه به ډاکټران راغواړي خو د څلويښت کالو نه ذاتي ډاکټر نه چيک اپ نۀ کوي ۔
هغه اووئيل چې حکومت دې اووائي چې کله مونږ د ترهه ګرۍ خلاف تعاون نۀ دې کړې؟ د ترهه ګرۍ خلاف آپريشن کښې به د خېبر پښتونخوا صوبې خبره اوريدل وي، مذاکراتي ډرافټ کښې ليکلي شوي چې اسيران به د رحم خواست کوي، د باني صحت، ډاکټرانو رسائي او ملاقات زمونږ وړومبي غوښتنه وه، د ترهه ګرۍ په اړه په نيشنل ايکشن پلان هيڅ اختلاف نيشته ۔
بلخوا محمود خان اچکزئي اپوزيشن ته د حکومت سره مذاکرات کولو هدايت کړې، محمود اچکزئي وئيلي که چرې حکومت رابطه اوکړه نو مثبت جواب دې ورکړې شي، حکومت سره رابطې نه پس اولنې شرط د باني سره ملاقات کول پکار دې ۔
ياده دې وي چې دې نه وړاندې اسلام آباد خښې د يوې دستورې دوران خطاب کښې وزيراعظم شهبازشريف اپوزيشن ته د لانګ مارچ او احتجاج اودرولو او مذاکرات وړانديز کړې وو ۔

