چيئرمين پي ټي آئي بيرسټر ګوهر واضحه کړې چې لانګ مارچ فيصله برقرار ده، سهيل آفريدي به وزيراعلیٰ پاتې وي، هغه ته د باني پي ټي آئي حمايت ترلاسه دې،بيرسټر ګوهر مطابق د صوبائي اسمبلۍ تحليل کولو له هيڅ اراده نيشته،که چرې ګورنر راج يا ايمرجنسي اولګولې شوه نو بهر پور مزاحمت به کوؤ، د ترهه ګرۍ په بنياد ګورنر راج نۃ شي لګېدې ۔
اسلام آباد: اپوزيشن غړو سره په شريکه ميډيا سره خبرو کښې د تحريک انصاف چيئرمين بيرسټر ګوهر وئيلي چې جمهوريت مضبوطېا لپاره د سياسي ډلو اهم کردار دې، مضبوط جمهوريت منزل دې، آل پارټيز کانفرنس باندې کار روان دې ۔
بيرسټر ګوهر خان اووئيل چې اے پي سي کښې به د ملک مجموعي او سياسي صورتحال باندې خبرې کيږي، وزيراعلیٰ سهيل آفريدي ته د باني پي ټي آئي اعتماد ترلاسه دې، هغه به وزيراعلیٰ وي ۔
هغه زياته کړې چې صوبائي خودمختاري آئين مطابق پکار ده،په صوبائي خودمختارۍ حملې سره به وفاق کمزورې شي،انديښنو ختميدل ضروري دي، که ګورنر راج يا ايمرجنسي اولګولې شوه نو بهر پور مزاحمت به کوؤ، د ترهه ګرۍ په بنياد ګورنر راج نۀ شي لګېدې ۔
په دې موقع د پيپلز پارټۍ مشر نيئر حيسن بخاري اووئيل چې اپوزيشن آل پارټيز کانفرنس تجويز ورکړېدې،پيپلز پارټې په آئيني و جمهوري معاملات باندې سياسي ډلو سره مشاورت اهم ګنړي ۔
په دې موقع علامه ناصر عباس هم غونډې ته خطاب کړې او وئيلي دي چې مشکل وخت کښې ټولو سياسي ډلو ته يو ځائې کيدل پکار دي ۔

