د خېبر نيټ ورک خير ښيګرې ادارې خود مختار ساوي او هلپنګ هينډز فارهيومينټي ترمينځ مفاهمتي يادداشت باندې لاس لیک شوې، دستوره کښې د خودمختار ساوي صدر مريم کيوان هم شرکت کړې،په دې موقع د خېبر نيټ ورک او هلپنګ هينډز فار هيومينټي نور مشران هم موجود وو، د لوظنامې مقصد په ملک کښې بےوسه او غريب ځوانانو ته تعليم،هنر او روزګار ترلاسه کولو کښې مرستې کول دي ۔
اسلام آباد: د خېبر نيټ ورک خير ښېګړې ادارې ”خودمختار ساوي“ او هيلنګ هينډز فار هيومينيټي ترمينځ مفاهمتي ياد داشت باندې لاس ليک مقصد د بے وسه ،بے روزګاره ځوانانو او وروستو پاتې شوې سيمو طلبا فلاح و بهبود او ترقۍ لپاره په شريکه کار کول دي ۔
دې لړ کښې شوې دستوره کښې د ”خودمختار ساوي“ صدر مريم کيوان، ډائريکټر ذکي الرحمان او نائله جاويد پشمول د خيبر نيټ ورک نور مشرانو ګډون کړېدې
دستوره کښې د هلپنګ هينډز فار هيومينيټي لخوا سي اي او عارف خليل ، د یوتھ ايمپاورمنټ پروګرام مينيجر راحيل احمد بهټي او نور مشران موجود وو ۔
د لوظنامې مقصد په ملک کښې بےوسه او غريب ځوانانو ته تعليم،هنر او روزګار ترلاسه کولو کښې په شريکه يو بل سره مرستې کول دي ۔

