پاکستان تحريک انصاف د اووۀ ويشتم ستمبر لانګ مارچ ملتوي کړيدې،وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي چې لانګ مارچ به څلورم اکتوبر باندې پيښور نه روانيږي،سهيل آفريدي مطابق د پي ټي آئي سياسي کميټۍ څلورم اکتوبر باندې د لانګ مارچ شروع په فيصله اتفاق کړېدې، مونږ سياسي خلق يو او خپل جدوجهد به جاري ساتو ۔
پيښور کښې خبير غونډې ته وينا کښې د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ سهیل آفریدي وئیلي چي لانګ مارچ به په څلورم اکتوبر د پېښور نه روانېږي ۔
هغۀ اووئيل چې د پي ټي آئي سیاسي کمېټۍ غونډه کښې د لانګ مارچ پنځم اکتوبر پورې د ځنډولو په اړه اتفاق شوې دې ، او دا فيصله په متفقه توګه شويده ۔
غونډه کښې وئیلي شوي وو چې د پېښور ریجن قافلې به په څلورم اکتوبر صوابۍ ته ځي او د پنځم اکتوبر نه به د صوابۍ نه اسلام آباد ته لانګ مارچ لپاره روانېږي ۔
د غونډې ګډونوالو د ملک حساس صورتحال پيش نظر د مارچ د ځنډولو وړاندیز هم کړی وو، غونډه کښې د نورو اپوزیشن ګوندونو سره د رابطو کولو او د هغوي احتجاج کښې د ګډون په اړه هم خبرې شوې دي ۔
بلخوا ذرائعو وئيلي دي چې تيره ورځ هم د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر په مشرۍ کښې اجلاس شوې وو چې پکښې اسدقيصر، جنيد اکبر او وزیراعلیٰ سهيل آفريدي په دې خبره اتفاق کړې وو چې في الحال مارچ ځنډول پکار دي ۔
ذرائعو مخکښې وئيلي دي چې پي ټي آئي سره د لانګ مارچ لپاره د فنانشل سپورټ هم کمې وو ، د کوم چې هغوې توقع ساتله، او هم دغه وجه وه چې في الحال لئې لانګ مارچ ملتوي کړيدې ۔

