دخېبر پښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي دعویٰ کړې چې په اووۀ ويشتم ستمبر به تحريک انصاف اسلام آباد ته اونۀ رسي ،کۀ چري پي ټي آئي اسلام آباد ته په رسيدوکښې کامياب هم شي ،نو آيا دوي به باني پي ټي آئي د جيل نه رها کړي؟،ګورنر فيصل کريم کنډي مطابق عدالتونو باني پي ټي آئي ته سزا ورکړيده،باني به د سزا پوره کولو نه روستو جيل نه خوشې کيږي ۔
لاهور کښي ميډيا سره خبرو پر مهال د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل کريم کنډي وينا وه چې وزير اعلیٰ پنجاب ته د نورو صوبو نه خطره نه ده پکار ۔
هغۀ اووئيل چې وزير اعلیٰ پنجاب مريم نواز زمونږ اينګور ده، هغې له داسې بيانات نه دي ورکول پکار، خېبر پښتونخوا ته د امن او يووالي ضرورت دې ۔
د هغوۍ وينا وه چې پنجاب کښې وزير اعلیٰ سهيل آفريدي دې سټريټ مومنټ کښي په خپله په نظر راشي،سهيل آفريدي د کارکنانو په ځائې خپل سکيورټي ګارډ سره پنجاب سيل کړې او بيا ئې واپسي کړې ۔

