په سعودي عرب د يمن حوثي باغيانو حملې جاري، د سعودي اتحادي فوج ترجمان ميجر جنرل ترکي المالکي وئيلي دي چې د مکه معظمې په فضائي حدود کښې د حوثي باغيانو ډرون د داخليدو کوشش ناکامه کړي شوے او ډرون تباه کړي شوې،د اتحادي فوج ترجمان د حوثي باغيانو د حملي موثره جواب ورکولو خبردارې ورکړې ۔
رياض: سعودي اتحاد په يو بيان کښې وئيلي چې د يمن حوثيانو له لوري رالېږلي شوے ډرون د مکې مکرمې په شاوخوا کښې ممنوعه فضائي حدودو ته د داخلېدو نه وړاندې د سعودي فضائي دفاعي نظام په ذريعه تباه کړې شوې ۔
د سعودي اتحادي فوج ترجمان ترکي المالکي وئيلي چي مکې مکرمې د نښه کولو دا دويم کوشش وو، دې نه وړاندې د دوه زره اوولسم کال په جولائي کښې هم د مکې په لور بيلسټک ميزائيل داغلې شوې وو ۔
سعودي اتحاد يو وارې بيا په ډاګه کړې چې د دواړو مقدسو ځائيونو تحفظ ريډ لائن دې او د يمن د حوثيانو خلاف به ضروري اقدامات کولې شي ۔
بلخوا د سعودي عرب جازان، ابها او خميس مشيط ښارونو کښې د حملو د خطرې په اړه ټلۍ هم ټنګولې شوي،ولې لږ وخت پس خبردارې واپس اخستلې شوې وو ۔

