د پيښور په کوهاټ روډ سره خاوره پوليس چوکۍ نه بهر بمي چاودنه شوې، چاودنې لوجې عمر خان او عباس نومي دوه پوليس اهلکار ژوبل شوي او چوکۍ ته نقصان رسيدلې دے،د پيښې وروستو پوليسو علاقه ولقه کښې اخستې او د شرخوښو خلاف ئې سرچ آپريشن شروع کړېدے ۔
پيښور: پوليس مطابق بمي چاودنه د پيښور کوهاټ روډ سره خاوره چوکۍ باندې مخې ته راغلې چرته چې د ترهه ګرو لخوا بارود ايښودې شوي وو ۔
پوليس چارواکو وئيلي دي چې بارودي مواد چاوديدو لوجې دوه پوليس اهلکار سخت ژوبل شوي ۔
ژوبل شوې اهلکار په فوري توګه هسپتال ته رسولې شوي چرته چې د هغوي حالت د خطرې نه بهر ښودلې شي ۔
بلخوا پوليس د چاؤدنې ځائې ولقه کښې اخستي او سرچ آپريشن ئې شروع کړې دې ۔

