د پنډۍ ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت نهمې مئي حملو کيس کښې يوه بله فيصله اورولې، او د پي ټي آئي يو شمير مشرانو ته ئې لس، لس کاله قيد سزا اورولې، عدالت دغه مجرمانو باندې درنې جرمانې لګولي او د دوي جائيدادونه ضبط کولو حکم ئې هم کړې دې ۔
د پنډۍ ترهه ګرۍ مخنيو عدالت په نهمه مئي جي ايچ کيو حمله کيس کښې د تحريک انصاف اووۀ څلويښت اشتهاري مجرمانو ته لس، لس کالو قيد سزا اورولې، په هغوي ئي پنځه ،پنځه لکه روپۍ جرمانې لګولي او د هغوي جائيدادونه ضبط کولو حکم ئې هم کړېدې ۔
د پي ټي آۍي چې کومو مشرانو ته سزاګانې شوي، په هغوي کښې پخوانې وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور، عمر ايون،شبلي فراز، مراد سعيد ، زرتاج ګل، شاندانه ګلزار، شهباز ګل، حماد اظهر، اعظم سواتي او زلفي بکاري پشمول نور مشران شامل دي ۔
د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جي ايچ کيو حمله کيس کښې د اووۀ څلويښت مجرمانو ټرائل مکمل کيدو نه پس فيصؒه اورولې، فيصلې ترمخه ټولو مجرمانو ته لس، لس کالو قيد، سزا اورولې شوي، پنځه، پنځه لکه روپۍ جرمان پرې هم لګولې شوې، او د دوي جائيدادونه ضبط کولو حکم هم شويدې ۔
پراسيکيوشن لخوا د نورلس ګواهانو بيانونه ريکارډ کړې شوي، او ټول اووۀ څلويښت اشتهاري مجرمانو جدا جدا ټرائل شوې ، د اے ټي سي جج امجد علي شاه خپله فيصله کښې وئيلي چې سزايافته مجرمان نهمې مئي باندې د حملو سازش کښې ککړ ثابت شويدي ۔
فيصله کښې وئيلي شوي دغه مجرمان په نهمه مئي جي ايچ کيو ګيټ، آرمي ميوزيم، باندې حملو، جلاؤ ګهراؤ، توړ پهوړ او سرکاري ودانو ته زنان رسولو کښې ککړ او په دوي دغه تورونه د ټرائل دوران ثابت شويدي ۔

