فيلډ مارشل عاصم منير او وزير داخله محسن نقوي د ايران دوره مکمل کړيده، آئي ايس پي آر مطابق د فيلډ مارشل دوره تهران د هاغه کوششونو برخه وه چې له مخې ئي د امريکې او ايران ترمينځ جاري کړکيچ او ډيډ لاک ختموؤل دي، او د پائيدار امن او استحکام لپاره لارې لټول دي، فيلډ مارشل تهران کښې ايسارتيا پرمهال صدر مسعود پزشکيان، محسن رضائي، سپيکر باقر قاليباف، وزير خارجه عباس عراقچي او وزير داخله سکندر مومني سره ملاقاتونه کړي ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کېښ وئيلي شوي چې د فیلډ مارشل سيد عاصم منیر او داخله وزير محسن نقوي د ايران دوره مکمل شوې ده ۔
آئي ايس پڅي آر وئيلي چې دا سفر د پاکستان د هغو سفارتي کوششونو برخه ده چې مقصد ئې د امریکې او ایران ترمينځ د روانې شخړې په لړ کښې رامخې ته شوي ځنډ ختمول، د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی او په سیمه کښې د اوږد مهاله امن او استحکام لپاره لارې موندل دي ۔
آئي ايس پي آر وئيلي چې د دورې پرمهال فیلډ مارشل عاصم منیر د ایران صدر ډاکټر مسعود پزشکیان، د سپریم نېشنل سکیورټي کونسل رهبر اعلیٰ استازي محسن رضائي، د ایران د پارلیمان سپیکر محمد باقر قالیباف، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د کورنیو چارودوزیر سکندر مومني سره اهم ملاقاتونه کړيدي ۔
بيان ترمخه دواړو طرفونو مشرانو د امن ، استحکام او مختلفې مسئلې د مذاکراتو د لارې د هواري پر لارو چارو هم خبرې کړې دي ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې ایراني مشرانو د خبرو اترو، د تاوتریخوالي د کمولو او د شخړې د پر امنه هواري لپاره د پاکستان د سرګرمه کردار او او رښتوني سفارتي کوششونو ستائنه کړې ده ۔

